مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او ۸۹۸ نورو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۶۱۶ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۷۰ تنو ته رسېږي، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې راستنې شوې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د راپور له مخې، ۵۳۲ کورنۍ چې ۲۹۵۲ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او سلګونو کورنیو ته نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.

همدارنګه راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي او ۶۱۶ سیمکارتونه ور وېشل شوي دي.

کمېسیون زیاتوي چې د دایمي مېشتېدنې د پروګرام په چوکاټ کې په اوو ولایتونو کې ۸۹۸ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې هم وېشل شوې دي.

د چارواکو په وینا، تر دې مهاله د وېشل شوو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۴۰ زره او ۴۱۳ ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button