د بخښنې نړيواله اداره: ايران کې د مظاهرو له پيله تر دې دمه ۱۰۶ کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۹، چهارشنبه)
د بخښنې نړيواله اداره وايي، چې په ايران کې د مظاهرو له پيله تر دې دمه ۱۰۶ کسان په دغه مظاهرو کې وژل شوي دي.
ايران کې له تيرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د تيلو بيو لوړيدو له کبله مظاهرې روانې دي چې دغه مظاهرې د ايران له پلازمينې نيولې بيلابيلو ښارونو ته غځيدلي او پر ځينو ښارونو کې پر تاوتریخوالي اوښتي دي.
د بخښنې نړيواله اداره وايي، دغه کسان د ايران په يوويشت ښارونو کې وژل شوي زياتوي تر ټولو زياته وژنه په خوزستان چې ۳۲ او کرمانشاه کې شوې چې ۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.
یادې ادارې دغه راپور له مظاهرو د شويو ويډيوګانو، د شاهدانو د شهادت او د انساني حقونو له پلټونکو د ترلاسه شويو معلوماتو څخه چمتو کړی زياتوي چې د ايران امنيتي ځواکونه لومړی په مظاهرو کې د وژل شويو کسانو جسدونه په اسانۍ خپلو کورنيو ته نه سپاري او که ورته وسپارل شي بيا يې دې ته اړ باسي ترڅو يې ژر خښ کړي.


