ناروې کې د قران کريم سپکاوي ته د مولانا فضل الرحمن غبرګون

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پاکستان د جمعیت علماءاسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په ناروې هيواد کې د قران کریم په سپکاوي ژوره خواشیني څرګنده کړه.

نوموړي وويل په ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته سپکاوی کیږي او د هغوی مذهبي او روحاني احساساتو ته زیان اوښتی او دا ډول پیښې د جنجال او ګډوډۍ لامل کيږي.

مولانا فضل الرحمن په خپل غبرګون کې ويلي اروپا باید په دې شرمونکي پیښه کې له مسلمانانو بخښنه وغواړی.

د مولانا په وينا دا ډول پېښې ښيي چې اصل ترهګر څوک دي. د دې پېښې په اړه دې اسلامي نړۍ واحد دريځ ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button