سوریه کې موټربم برید درنه مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د سوریې په تل ابیض ښار کې د موټربم برید له امله لس کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي په ژول شويو او ژوبلو کې ښځې او کوچنيان هم شامل دي.

د سوریې د خبري اژانس ‘العالم’ د خبر په اساس، دا برید د موټر بم په مټ په داسې حال کې ترسره شوی چې په سړک ترافیکي اشارې ته ګڼ موټر ولاړ وو.

د راپورونو له مخې، د پېښې ټپیان یو شمېر یې د ترکیې پولې ته څېرمه سیمو روغتونونو او پاتې نور یې د تل ابیض ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو په سوریه کې دوروستيو پېښو په هکله جدي اندېښنه څرګنده کړې او په ښکېلو لوریو يې يوې دائمي سولې ته د رسيدو لپاره د ژمنتيا غږ کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button