ټاکنو کمېسيون د ۱۱۷۹ محلونو رايې بې اعتباره وبللې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ټاکنو کمېسیون په وينا د ولايتونو د رایو بيا شمېرنې کې د ۲۴۲۳ محلونو څخه د ۱۱۷۹ محلونو په اړه دې پایلې ته ورسېدل چې هغه رایې غیر معتبرې دي.”

د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي:” د دوی ټول اجرآت د ټاکنو کمېسيون له قوانيو سره سم په مخکې ځو، په دې برخه کې هیڅ راز روابط نشته او په دې اړه د ځینو هغو کانديدانو تورونه بې اساسه دي، چې وایي د ټاکنو کمېسيون د یو خاص کاندید په ګته کار کوي.

د کمېسيون په خبره ۲۴ ولايتونو کې د بيا شمېرنې بهير پای ته رسېدلی، ۳ ولايتونو کې بیا شمېرنه روانه ده او په پاتې اووه ولايتونو کې د دې بهير په وړاندې د ځينو نوماندانو پلويانو خنډونه رامنځ ته کړي دي، چې په لرې کولو کې به يې دوی له حکومته مرسته وغواړي.

د يادونې وړ ده چې د ډاکټر عبدالله په ګډون ځينو نوماندانو د ټاکنو کمېسيون له لوري د ځینو رایو د بیا شمېرنې له بهیر سره پرېکون شوی او ګواښ يې کړې چې په دې صورت کې ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button