ډونلډ ټرمپ ولې افغان سوله بيا پيل کړه؟؟

غورځنګ
کله کله د خلکو ذهن ته دا خبره لوېږي چې امريکا خو په خپل پنځه سوه کلن تاريخ کې له هيڅ يوې جنګي ډلې سره سوله نه ده کړې يعنې په هر ملک باندې چې دوی يرغل کړی دی او هغه يې خپله مستعمره ګرځولی، که بيا يې پر وړاندې هر څومره لوی پاڅون او يا هم نهضت راولاړ شوی وي، امريکا يې د ځپلو، غولولو او تېر ايستلو په فکر کې واقع شوې ده او هيڅکله يې هم له دغه ډول تنظيمونو، ګوندونو او مخالفو ډلو سره د سولې هڅه نه ده کړې بلکې د د دوی د ځپلو هوډ او تصميم يې کړی دی.
نو اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ اوس ولې له طالبانو سره په سوله ټينګار کوي؟؟ په داسې حال کې چې تقريباً د سولې په اړه لس مياشتني مذاکرات خپله همدغه ټرمپ لغوه اعلان کړل. د ټرمپ د لغوه کړيو مذاکراتو مسوده تقريباً د لسو مياشتو په موده کې چمتو شوې وه. او د دواړو لوريو مذاکراتي ټيمونه په دغه مسوده باندې راضي او خوشحاله وو. خو بیا هم همدغه ټرمپ دغه ډول مسوده لغوه اعلان کړه او لامل يې هم ډېر ضعيف او کمزوری وښوده چې د يوه امریکايي افسر وژل ؤ.
خو په تېره هفته کې طالبانو په لوګر ولايت کې يوه امریکايي شينوک هليکوپتر هم وويشته چې تقريباً په لسګونو تنه هغه امریکايان پکې ووژل شول کوم چې د افغان ځواکونو د ټرننګ او مفکورې استادان وو.
خو بيا هم ټرمپ د دې هليکوپترې له ويشتلو څو ورځې وروسته خليلزاد ته امر کوي چې له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي.
اوس ټول خلک حيران دي چې د سولې مخالف ټرمپ ولې دومره ژر بدل شو؟؟
ټرمپ د سولې د مذاکراتي خبرو د پيل خبره په داسې وخت کې کوي چې نن د چک جمهوريت هم اعلان وکړ چې خپل عسکر به له افغانستان څخه په راتلونکو درېوو مياشتو کې وباسي. او د ناټو تر چتر لاندې خپل پوځي ماموريت به په افغانستان کې پای ته ورسوي.
بل لور ته د ټرمپ له لوري د سولې تر لغوه کېدلو وروسته په افغانستان کې امريکايي تلفات هم زيات شوي دي چې د ټرمپ پر وړاندې يې د امريکايي لوړپوړو چارواکو او امريکايي ولس غوسه راپارولې ده.
ټرمپ چې لا د حکومت له پيله هم په خپلو څرګندونو کې په اسلامي هېوادونو کې له امريکايي مداخلې سره مخالفت ښودلی ؤ، نو ځکه د امريکايي ولس زياتې برخې ورڅخه هيله لرله چې ټرمپ به په خپل حکومت کې افغان اوږده جګړه پای ته ورسوي.
په همدې اساس ټرمپ هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره له افغان طالبانو سره سوله وکړه خو له لسو مياشتو برياليو مذاکراتو وروسته يې بېرته لغوه کړه.
د سولې په بندېدو سره له ټرمپ څخه د امريکايي ولس هغه هيلې ختمې شوې کومې چې د افغان جګړې په ترڅ کې امريکايي ولس ورڅخه درلودلې. او دا ځل يې د هيلو پر ځای د ټرمپ په خلاف غوسه وپارېدله.
بل لورته د مذاکراتو له بندېدو سره سم په امریکايي اداره کې يو ډول انشقاق هم منځته راغلی ؤ، د دې انشقاق په ترڅ کې د مختلفو وزارتونو له خوا خليلزاد څو ځله احضار شو تر څو د سولې په باب د امریکا لوړو وزارتونو ته پوره معلومات ورکړي.
د دې تر څنګ د سولې له مذاکراتو سره سره د افغان ولس ډار او وېره هم موجوده وه او په بار بار به يې له ټرمپه غوښتل چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په وېستلو کې بيړه ونه کړي. کله چې سوله لغوه شوه نو ولسمشر غني هم امريکايانو ته د شفافو ټاکنو ټټر هم وواهه، خو د ټاکنو په شفاف ډول نه تر سره کېدل او بيا ورڅخه په مکمل ډول د افغان ولس پرېکون او تر څنګ يې اوس د ټاکنيزو پايلو ځنډېدل، هغه څه دي چې ټرمپ يې په تشويش کې اچولی دی.
خصوصاً د ټاکنو ځنډېدلو او حتی ورکو پايلو نو ټرمپ وچ دې ته مجبور کړ چې د سولې په تړاو مذاکرات بېرته له هماغه ځايه پيل کړي په کوم ځای چې درېدلي وو.
د دې ټولو تر څنګ ټرمپ سره د راتلونکي ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د خپلې بريا غم هم دی تر څو په دغو ټاکنو کې کامياب شي.
نو دا چې يوه لور ته امريکايي زيات چارواکي او زيات ولس افغان جګړه پای ته رسول غواړي. بل لور ته ټرمپ په راتلونکو امریکايي ټاکنو کې خپله بريا غواړي، دغه شان افغان ولس هم نور دامريکا وحشي يرغل او پوځي حضور نشي زغملای، بل لور ته طالبانو هم په خپلو درنو جګړو او بمي چاودنو کې امريکايانو ته د تلفاتو اړول زيات کړي. همداشان افغان دولت هم نور پر امريکا يو اضافي بوج دی. نو پر دې اساس ډونلډ ټرمپ اوس يو ځل بيا د سولې په تړاو قطري مذاکرات له هماغه ځای څخه پيلوي په کوم ځای چې پای ته رسول شوي وو.



