لیکوال: عرفاني
د حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) خپل نوم عمر، لقب یې فاروق، إسم کنیه یې ابو حفص د خطاب زوی دی،
حضرت عمر (رضي الله عنه) لۀ څلوېښت نارینۀ وو څخه او د یوولس ښځینه وو څخه
ورسته إسلام قبول کړ.
حضرت عمر (رضي الله عنه) ته فاروق ځکه وایي چې د یو یهودي او منافق پۀ خپل منځ کې شخړه او دعوه وه، دوی دواړۀ حضرت محمدﷺ ته ورغلل هغه مبارک د یهودي پۀ حق کې فیصله وکړۀ خو دغه فیصله منافق ونۀ منله او یهودي ته یې ؤویل چې راځه دا فیصله حضرت عمر (رض) ته وروړو، نو کله چې حضرت عمر (رض) ته ورغلل یهودي ټوله کسیه ورته وکړه چې حضرت محمدﷺ داسې فیصله وکړه خو دۀ ونۀ منله اوس تاته راغلي یو، کله چې حضرت عمر (رضي الله عنه) دا خبره واورېده بېرته کور ته ولاړ او خپله توره یې را ؤ وېستله او د منافق سر یې پرې او وهه او ویې ویل څوک چې د حضرت محمدﷺ فیصله نۀ مني نو د هغۀ پۀ حق کې زما دا فیصله ده، کله چې حضرت محمدﷺ خبر شو نو دۀ تۀ یې د فاروق لقب وکړ ځکه چې دۀ د حق او د باطل منځ کې فرق وکړ.
حضرت عمر (رض) د خپل خلافت په دور کې إسلام او مسلمانانو ته ډېر ستر، ستر خدمتونه وکړل، إسلامي فتوحات تر ډېرو لرې ملکونو پورې وغځېدل، د شرابو د نۀ څښلو حکم یې صادر کړ، د هجري قمري کال یې رائج کړ، په أسونو کې زکات کېښودل، د عشر اخیستل، د قاضي معاش لۀ بیت المال څخه ورکول، اول قاضي مقررول، اول مسجد فرش کول اول د ښارونو ابادول، قاضیان په ښارونو کې مقررول، د خپل رعیت لپاره د شپې پیره کول، اول دوره جوړونکی او اول جزاورکونکی په دورې سره، دفتري نظام جوړول، د جنازې د څلور تکبیره اول مؤسس، او د اسلام اول قاضي حضرت عمر (رض) وو.
د خلافت ټوله دوره یې لس کاله شپږمیاشتې او اته ورځې وه.
په پای کې د أبو لؤلؤ مجوسي لخوا د سهار په لمانځه کې په شهادت ورسېد، د جنازې لمونځ ورباندې حضرت صهیب رضي الله عنه أدا کړ.


















