کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
پخواني ولس مشر حامد کرزي د سولې په اړه د چین په ناستې کې د ده د ګډون په اړه، د اشرف غني له مخالفت پرده پورته کړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه ( د ليندۍ په ۳مه) له ازادي رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: “د اشرف غني د مخالفت له امله د پیکینګ په ناسته کې ګډون نه کوي.”
د کرزي په خبره د چین په مرکز پیکینګ کې یې د افغانستان د سولې په اړه ناسته کې د ګډون اراده لرله؛ خو اشرف غني ترې وغوښتل چې په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.
ښاغلي کرزی زیاته کړه: ” اوس امریکا او طالبان غواړي، افغانستان ته سوله راشي نو په خبره یې افغان حکومت باید د دې پروسې پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او د اوربند په بهانه دې د سولې مخالفت نه کوي.”
که څه هم د اولسمشر غني وياند صديق صديقي د چین په ناسته کې د حامد کرزې د ګډون په اړه د اشرف غني د مخالفت په تړاو وايي، له قانون سره سم له هېواده بهر د خلکو استازی دولت دی نه سیاسي څېرې. او د سولې په هکله یې د حکومت د خنډ کيدو تورونه رد کړي.
خو دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د سولې په هکله پر حکومت د ناغيړۍ تورونه لګيږي، بلکې ډېر وارې سياسي څيرو او کارپوهانو حکومت د سولې په مورد کې په نه جدیت تورن کړی دی.

















