پاکستان قرآن پاک ته د توهين له امله د ناروې سفير ته شکايت کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
وروسته له هغه چې د ناروې په هیواد کې دځينو عیسویانو له خوا په عام محضر کې د مسلمانانو سپیڅلي کتاب قرآن پاک ته توهين وشو، پاکستان یې په اړه توند غبرګون ښودلی اوپه ياد هیواد کې يې دناروې سفیر دبهرنيو چارو وزارت ته احضار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د وياند “محمدفیصل” په وينا چې د پاکستان دبهرنيو دوزارت چارواکو قرآن پاک ته دتوهين له امله دناروې هیواد سفیر ته خپل اعتراض وړاندې کړی او ورڅخه غوښتې يې دي چاچې دغه منحوس عمل کړی بايد سخته سزا ورکړل شي.
که څه هم تراوسه دکابل ادارې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو طالبانو ویلي چې “دا ډول پېښې د هغو نړيوالو شعارونو سره په هيڅ معنا اړخ نه لګوي، چې دوی يې خپلو موخو او اهدافو ته د رسېدو په لار کې، د ټولنیز عدالت، مذهبي ازادي، د هر دين او مذهب معتقداتو ته درناوی او ورته نورو عنوانو لاندې، پورته کوي.
طالبانو زياته کړی چې په دې ډول پيښو د نړۍ د ډېرو وګړو زړونه زخمي کيږي، ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه او په ځانګړي ډول اسلامي کانفرانس او د اسلامي همکاريو سازمان مسؤليت لري، چې د دا ډول پيښو په وړاندې غږ اوچت کړي او د بيا تکرارېدو مخه یې ونيسي



