ناروې کې پولیسو ته ويل شوی چې د قران پاک دبيا ځل توهين مخه ونیسي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ناروې هيواد کې داسلام دځينو عيسوي مخالفانو له لوري د “قرآن کریم” د سوځولو تر هڅې وروسته، د دغه هیواد دکورنيو چارو د وزارت له لورې پولیسو ته ويل شوي چې د قرآن پاک د بياځل توهين مخه دې ونيسي.

د يادونې وړ ده چې دغه پېښه په نړیواله کچه د مسلمانانو له تند غبرګون سره مخامخ شوې ده.

نن يکشنبه د(نومبر۲۴) مه نيټه د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت د ناروې سفیر وربللی و او په ناروې کې یي د قرآن کریم د سوځولو د پيښې په اړه خپلې جدي اندیښنې ورسره شریکې کړې.

همدارنګه تیره ورځ د پاکستان په ګډون دنړۍ په ګڼو اسلامي هيوادونو کې هم د ناروې په “کرسټین سینډ” ښار کې د قران کريم دتوهين په غبرګون کې پراخې مظاهرې وشوې. او لاريون کوونکو د دې کار عاملينو ته دسزا ورکولو غوښتنه وکړه.

د ناروې دکورنيو چارو وزارت په خپل نوي فرمان کې پولیسو ته امر کړی دی چې هیڅ چاته دې د قرآن کریم د بيا ځل بې حرمتي کولو اجازه نه ورکوي.

تیره اونۍ په ناروې کې د يوې اسلام ضد ډلې “SIAN” (سټاپ اسلامیزیشن آف ناروی) له لوري د يو لاريون پردمهال د دې سخت دريځې عيسوي ډلې مشر “لارس تهورسن” قرآن کریم ته د اور لګونې هڅه کړې وه.

خو ديو مسلمان ځوان له لورې يې مخه ونيول شوه او د ناروې د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې قران کريم ته توهين کونکی عيسوي سړی نيول شوي او دامهال دپوليسو په بند کې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button