کابل: د ملګروملتونو اړوند موټر برید کې یو بهرنی وژل شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

نن ماښام کابل کې د ملګرو ملتونو پر يو موټر چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د پيښې د پخلي ترڅنګ ویلي دي، چې بريد د ملګرو ملتونو پر یوه موټر د کابل د نهمې حوزې بخارخانه سیمه کې لاسي بم اچول شوی چې یو بهرنی په کې وژل شوی، پنځه ملکیان په کې برسېرن ټپیان دي چې دوه یې د ملګرو ملتونو کارکوونکي دي

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې چا ددې بريد مسؤليت نه دی منلی؛ خو په افغانستان کې د نا امني له زياتېدو سره په حکومت نيوکې کیږي، چې د بې کفایتۍ او فساد له امله د امنيت راوستلو کې پاتې راغلی.

مربوطه مطالب

Back to top button