کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د لیبیا د پخواني واکمن ډګروال معمر القذافي نژدې ملګري او د اوسني حکومت پرخلاف د جنګېدونکو ملېشو قوماندان’ خلیفه حفتر’ اعلان کړی چې د ده تر دوهم امر پورې د پلازمینې طرابلس پر فضا هيڅ ډول نظامي، ترانسپورټي او نورې الوتکې نه شي تیریدلی.
نوموړی چې دا مهال د هیواد په ختیځ کې پرڅوښارونو ولکه لري، هڅه کوي، د لیبیا اوسنی حکومت راوپرځوي. داسې انګېرل کيږي، چې سعودي عربستان، متحده عرب امارات، مصر او فرانسه د دې ياغي مشر ملاتړ کوي.
پلازمینه طرابلس چې دامهال د حکومت تر ولکې لاندې دی، د حفتر له لوري به د پروازونو مخه ډب کړای شي، کنه؛ البته د نوموړي دا اعلان به په سیمه کې د نوموړو ملیشو د ملاتړو اغیز په ډاګه کړي


















