ملګري ملتونه وايي، حکومت او چارواکي دې د دوی پر موټر د بريد پلټنې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۴، دوشنبه)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما د دوی پر موټر شوی برید غندلی او په ياده پېښه کې د یادې ادارې د کارکوونکي پر وژل کيدو او څو نورو کسانو پر ټپي کيدو يې خواشینې څرګنده کړې ده.

پرون په کابل ښار کې د ملګرو ملتونو اړوند یوه موټر ته لاسي بمونه غورځول شوي و چې په ترڅ کې يې د م-م یو تن بهرنی کارکوونکی پکې ووژل شو او د دغه سازمان د دو نورو کارکوونکو ټپي کيدو تر څنګ پکې درې ملکيان هم ټبيان شول.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې له حکومت او چارواکو غوښتي چې ژر تر ژره دې د يادې پېښې پلټنې پيل او عاملين دې يې د قانون منګولو ته وسپاري.

د کورنيو چارو وزارت هم تاييدوي چې په ياده پېښه کې د يوه بهرني د وژل کيدو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.

تر اوسه په دغه برید کې د ملګرو ملتونو د وژل شوي او ټپي شويو کارکوونکو هويت نه دی په ډاګه شوی.

تر دې دمه چا د ياد بريد مسؤوليت په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

Back to top button