سرچينه: ښايي چين کې بين الافغاني غونډه ترسره نه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۴، دوشنبه)

ټاکل شوې وه چې د چین په مرکز پيکينګ کې چې طالبانو ته هم پکې بلنه ورکړل شوې څو راتلونکو ورځو کې بين الافغاني ناسته شوې وای خو ويسا ورځپاڼې د باوري سرچينو له قوله خبر ورکړی چې ښايي دغه ناسته ترسره نه شي.

د سرچينې په وينا، دولت هڅه کوي چې یادې ناسته کې د ګډون لپاره حکومتي پلاوی واستوي خو طالبانو ورسره مخالفت څرګند کړی چې له امله يې يوځل بيا یاده ناسته ځنډيدلې ده.

طالبانو تر دې مخکې ويلي و چې د چين ناسته کې ټول سياستوال او آن چارواکي هم کولای شي چې برخه واخلي خو د حکومت استازيتوب به نه کوي، یوازې خپل نظر وړاندې کولای شي.

دغه راز حکومت په ياده ناسته کې د یو شمير مهمو سیاسي مشرانو د ګډون مخه نيسي چې د یادې ناست د ځنډيدو یو لامل هم دادی چې طالبانو د يادو سياستوالو پر ګډون ټينګار کړی زیاتوي د هغوی په نشتوالي کې به غونډه هغومره مؤثره نه وي.

تيره ورځ پخواني ولسمشر حامدکرزي ويلي و چې د ګډ حکومت اوسمهالي ولسمشر اشرف غني يې د چين پيکينګ ناسته کې له ګډون سره مخالفت کړی ځکه پکې برخه نه اخلي.

دغه راز نوموړي ویلي و چې د ده سربیره د څو نورو سياسي څهرو سره هم اشرف غني مخالفت درلود خو زیاتوي ده يې پر ګډون کولو ټينګار کړی.

د شنونکو په باور، امريکا او ځینې لويديځ هيوادونه د يادې ناستې د ترسره کيدو لپاره خنډونه جوړوي ځکه ويره لري چې دغه غونډه چې طالبان او مهمې سياسي څهرې پکې ګډون کوي د سولې ابتکار په خپل لاس کې وانخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button