غزني: د رشیدان ولسوالۍ امنیه قومندان په چاودنه کې وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
تېره شپه د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قومندان “امان الله ابراهیمي” په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی او څو تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د غزني ولايت امنیه قومندان “محمد خالد وردګ” رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې پیښه تېره شپه ماخوستن هغه مهال رامنځته شوې چې د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قومندان “ابراهیمي” دسپرلۍ موټر د سړک د غاړې په ماین وربرابر شو.
د وردګ په خبره په دغې چاودنه کې امان الله ابراهیمي وژل شوی او څلور تنه ساتونکي یې سخت ټپیان شوي دي.
د چاودنې پړه تر دې دمه کومې ډلې نه ده منلې؛ خو طالبان تل په سيمه کې د دولتي ځواکونو په وړاندې بریدونه کوي.



