ترکیې قطر کې د ‘ خالد بن وليد’ په نوم پوځي اډه پرانيسته

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
پرون دوشنبه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان قطر هيواد ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې کې د ‘خالد بن وليد’ په نوم د خپلې لويې پوځي اډې پرانيستنه وکړه.
څو کاله وړاندې د دواړو هيوادونو ترمنځ د پوځي همکاريو د لا زياتېدو په موخه د دې اډې تړون لاسليک شوی و.
ښاغلي اردوغان د دې اډې په پرانيست غونډه کې وويل: “ځينې کړيو په قطر کې د ترکيې پوځي اډه بندول غوښتل، خو هغوی دې درک کړي چې موږ ترکيې سره ولاړ يو. دلته زموږ شتون د هيچا لپاره هم خطر نه دی.”د ښاغلي اردوغان په وينا: ” دغه اډه به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو رښتينولۍ ثابته کړي”
د يادونې وړ ده، چې د دې اډې پرانيست غونډې ته په پراخه کچه تياری نيول شوی و، چې د ترکي اولسمشر رجب طيب اردغان تر څنګ د قطر امير شيخ تيميم بن حمد آل ثاني او نورو مهمو قطري چارواکو هم پګې ګډون کړی و.



