مالي: د الوتکو ټکر کې ۱۳ فرانسوي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

فرانسه وايي: د دوشنبې په ورځ یې مالي هيواد کې یې ۱۳ پوځیان هغه مهال ووژل شول، چې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې د دوی دوه الوتکې پخپل منځ کې ټکر شوې.

فرانسوي ولسمشر ایمانویل مکرون د پېښې په هکله ‘ژوره خواشیني ‘ څرګنده کړې او د پیښې د څرنګوالي په هکله يې د پلټنو لارښوونه کړې ده.

دا په تېرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې دومره ډېر فرانسوي پوځیان په یو ځای وژل کېږي.

فرانسې د مالي شمال ته هغه مهال خپل زرګونه سرتيري واستول، چې ۲۰۱۳ م کال کې د دغه هېواد ډیرې سیمې مسلمانو وسلوالو ونيولې.

فرانسه په سيمه کې د القاعدې د وسلوالو پرضد جګړه کې فعاله ونډه لري او په همدې موخه يې مالي کې ۴۵۰۰ پوځیان مېشت کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button