د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټيسټ لوبې لومړۍ ورځ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ويسټ انډيز سره د ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې،چې
جاوېد احمدي ۳۹، حمزه هوتک ۳۴ او افسر ځاځي ۳۲ منډې وکړې.
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په یوازينۍ ټېسټ لوبه کې د لومړۍ ورځې تر پايه ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۶۸ منډې وکړې، چې ناسوځېدلي جان کېمبل تر نورو زياتې ۳۰ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري حمزه هوتک او راشد خان يوه-يوه ويکټ ترلاسه کړه.



