د امريکايي پوځ لوی درستيز: طالبانو سره د مذاکراتو کاميابۍ چانسونه تر پخوا زیات شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۷، پنجشنبه)

د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک ميلي وايي، چې طالبانو سره د مذاکراتو د بریاليتوب چانسونه د پخوا په پرتله زیات شوي دي.

جنرال ميلي چې پرون چهارشنبه افغانستان ته راغلو او په کابل کې يې یوه خبري کنفرانس ته وويل، د سولې د مذاکراتو مثبت نتایج تر پخوا زيات شوي او هيله يې څرګنده کړه چې (مونږ به ليرې نه بلکې په نږدې راتلونکي کې کاميابه مذاکرات وکړو).

ميلي هغه امريکايي جنرال دی چې تر دې وړاندې يې څو ځله په تاکيد سره ويلي چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او نوموړی وايي، چې دی له تيرو اتلس کلونو راهيسې په دغه جګړه کې ښکېل پاتې شوی دی.

امريکا له طالبانو سره لس مياشتې پرلپسې مذاکرات وکړل چې د يوې موافقې ته تر نږدې کيدو وروسته د ټرمپ له خوا په دې بهانه لغوه اعلان شول چې ګواکې په کابل کې د طالبانو په يوه برید کې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو په وروستيو کې د امریکايي پوهنتون استادانو سره له تبادلې او په لوګر کې د امریکايي پوځ شينوک ډوله چورلکې نسکوریدو وروسته چې (دوه امریکايي پوځيان) پکې ووژل شول، امریکا یو ځل بيا د مذاکراتو د پيلولو هڅې پيل کړي دي.

د طالبانو او امريکايي مذاکراتي ډلو ته نږدې سرچينې وايي، د دواړو خواوو له لوري د قطر په مرکز کې د مذاکراتو د بیا پيل لپاره غير رسمي ليدنې شوي او پر هماغې هوکړې کار روان دی چې مخکې پکې پرمختګ شوی و.

طالبانو ويلي، که امريکا د مذاکراتو د بيا پيلولو اراده لري نو له هغه ځایه به پيلېږي چې کوم ځای کې دغه مذاکرات درول شوي و.

مربوطه مطالب

Back to top button