(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۷، پنجشنبه)
په عراق کې معترضو لاريونوالو پرون د چهارشنبې په ماښام په نجف کې د ايران کونسلګرۍ ودانۍ سوځولې ده.
که څه هم د ايران کونسلګرۍ د عراقي ځواکونو په سختو امنیتي تدابيرو کې وه خو معترضينو پرې حمله کړې چې هغوی يې په شاه کړي او کونسلګرۍ ته يې اور ورته کړی.
امنيتي مسؤولينو، د کونسلګرۍ له سوځيدلو وروسته په سیمه ګرځبنديز لګولی دی.
چارواکي وايي، د کونسلګرۍ کارکوونکو ته زيان نه دی اوښتی او مخکې د مظاهرينو له حملې او کونسلګرۍ سوځيدلو يې دغه ودانۍ خالي کړې وه.
له تيرې اکتوبر مياشتې عراق کې اعتراض کوونکو لاريوون پيل کړی او حکومت پر فساد، پر ناکامه حکومتولۍ او بې غورۍ تورنوي غواړي چې په عراق کې د ايران لاسوهنه بنده کړي خو ايران بيا دغه مظاهرې د امريکا، سعودي او اسرائيلو کار بولي.
تيره مياشت هم اعتراض کوونکو په کربلا کې پر ايراني کونسلګرۍ بريد کړی و چې پر مهال يې درې لاريون کوونکي وژل شوي و.


















