عراق کې د پوليسو له لوري په ډزو کې لسګونه لاريونوال وژل شوي دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د تازه راپورونو له مخې د عراق پولیسو پر لاریونوالو ډزې کړي، چې له امله یې ۳۵ کسان وژل شوي، خو ځینې راپورونه بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ ښيي.

تېره ورځ لاریون کوونکو د عراق ‘نجف’ ښار کې د ایران کونسلګرۍ ته اور ورکړ، د ایران او عراق دواړو هېوادونو د حکومتونو له لوري وغندل شوه.

عراق کې د حکومت پر ضد د اکتوبر له لومړۍ نېټې لاریونونه روان دي، چې تراوسه پکې په سلګونه کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button