کابل ټکى کام (جمعه، ۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر دبګرام هوایي اډې ته راغلی دی.
نوموړي په بګرام کې له اشرف غني سره کتلي او همدارنګه یې امریکایي ځواکونو ته هم مفصله وینا کړې ده.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره د (شکرانې) په مراسمو کې ګډون کړی دی او کابو دوه ساعته یې هلته تېر کړي دي.
ټرمپ په بګرام کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د امریکایي پوځیانو شمېر را کموي، خو دا یې نه دي ویلي، چې څومره پوځیان به وباسي او څومره به پرېږدي.
نوموړي ویلي، دوی او طالبان غواړي چې دافغان جګړې په پای ته رسولو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ترمپ داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې یوې خوا دمذاکراتو موضوع نړیواله شوې، او بلې خو دټاکنو پایلې یو بحران او کړکېچ ته ننوتونکې دي.
دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر دی.

















