د عراق پارلمان نن يکشنبه د دغه هيواد د لومړي وزير’ عادل عبدالمهدي’ استعفاء ومنله

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د عراق پارلمان نن یکشنبه د (دسمبر ۱) د دغه هیواد د لومړي وزير عادل عبدالمهدي استعفا ومنله.

له سختو او خونړيو لاريونونو وروسته د عراق لومړي وزیر ‘عادل عبدالمهدي’ د جمعې په ورځ پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړې وه.

عراق کې له نږدې دوو میاشتو راهېسې مظاهرې روانې دي، چې د مظاهره کوونکو یوه غوښتنه د صدراعظم استعفا وه. د راپورونو له مخې دغو مظاهرو کې تر اوسه شاوخوا ۴۲۰ کسان وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې مظاهره کوونکو څو ورځې مخکې په ‘نجف’ کې د ایران قونسلګرۍ ته هم اور اچولی و

د عراق تر ټولو ستر مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني هم د لاريون کوونکو ملاتړ کړی او له پارلمان څخه یې غوښتي چې زر تر زره د نویو ټاکنو لپاره قانون جوړ کړي.

د وزيراعظم له استعفاء منلو وروسته د دغه هيواد د پارلمان مشر وایي چې د ولسمشر ‘برهم صالح’ څخه به د نوي لومړي وزير د معرفي کولو غوښتنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button