ننګرهار کې ۳۱ نورو داعشيانو ته حکومتي ځواکونو پنا ورکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ننګرهار ولایت امنيتي چارواکي وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳۱ داعش وسله وال او د هغوی ۶۲ ماشومان او ښځې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنيو ته ویلي چې په تېرو دوه اونیو کې نيږدې زرتنه داعشیان حکومتي عسکرو ته تسلیم شوي چې ۵۰۰ پکې ښځې او ماشومان دي.
د خوږياڼي په خبره چې د داعش ډله په ننګرهار د دوی امنيتي ځواکونو ماته کړې.
ديادونې وړ ده چې له تيرو دوه مياشتو راهيسي دطالبانو له لورې دننګرهار په ګڼو سيمو کې د داعش وسلوالو په وړاندې ځپونکی عمليات پيل شوي و چې په پايله کې يې سيمه له داعش وسلوالو پاکه او ګڼ داعش وسلوال د طالبانو له ويرې حکومتي ځواکونو سره يوځای شوي دي.



