کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د وسلوالو طالبانو له بند خلاص شوی پروفیسر ټیموتي ویکس په خپلو هیښونکو او تازه اعترافاتو کې وايي،«دې بند په ما باندي ژور او له تصوره بهر اثر کړی دی.»
ښاغلی ویکس زیاتوي، زیاتره وخت کوټه قلف وه نو ځکه یې «ژوند سخت» برېښیده.
ویکس وايي، څو کرته مې فکر کړی چې مرګ ته نژدې سوی یم، د غمونو په دریاب او دسوچ په کښتۍ کې مې ګومان کاوه چي بیا به هیڅکله خپل دوستان و نه ګورم «خو د خدای د ارادې سره سم، اوس آزاد یم. امن او ژوندی یم.»
پروفسور ویکس دخپلو اعترافونو پر دوام وایي، طالب ساتونکي يې «مهربانه» او اسیرانو ته احترام لرونکي خلک وو.
هغه وايي،«زه د هغوی څخه کرکه نه لرم، ځینو ته سخت احترام لرم، او سخت راباندي ګران دي. ځیني یې خورا مهربانه، ګلالیان، او ښه خلک و.
دا چي دوی ولې دا لاره اخیستې ده؟ زه يې په باره کي چورت وهم.»
ویکس زیاته کړه،«زه پوهېږم چي ډېر خلک به دا و نه مني، زما لپاره هغوی عسکر ول او عسکر د خپلو قومندانانو امر اجرا کوي، هغوی بله چاره نه لرله.»
نوموړي د تبادلې وخت ته په اشارې ویلي، کله چې د تبادلې وخت راورسېد او چورلکې له ځانګړو ځواکونو سره راغلې، خپلو طالب ساتونکو ته، چې کلونه یې پیره ورباندې کړې وه؛ ټينګه غاړه ورکړه او رخصت یې ترې واخیست.

















