افغانستان کې امريکايي حضور د سيمه اييزو مخالفتونو تر ګواښ لاندې!!

غورځنګ
امريکا چې د طالبانو حکومت يې په ړنګ کړ او پر افغانستان يې بريد وکړ او په افغانستان يې د طالبانو د اسلامي امارت د بديل لپاره د کابل اداره رامنځته کړه او د دغې ادارې سر لاری يې کرزی وټاکه.
يوه لوري ته د امريکا غلطه او يرغليزه پاليسي او بل لورته پر کابل د حاکم نظام بې نزاکتي، نااهلي او له ګاونډيو هېوادونو سره غلطه پاليسي د دې لامل شوې چې افغان ملت يې له خپلو دايمي ګاونډیو ملتونو او هېوادونو سره په دښمنۍ واړاؤه او له تباهۍ سره يې مخ کړ.
که څه هم د امریکا يرغل افغانستان ته ډېر زيات مشکلات او ستونزې وزېږولې او د دغو ستونزو هوارول به ډېر زيات وخت واخلي. مګر امریکا ته يې له افغانانو زيات زیان واړاؤه. د امريکا هغه تصوير چې د افغان اوروس په جنګ کې يې د افغانانو په ذهن کې جوړ شوی ؤ، مکمل بدل کړ او د امریکا د هغه مهال د خواخوږی تصوير يې نه يوازې افغانانو بلکې د نړۍ ټولو ملتونو ته د يرغلګرو، وحشیانو او استعمارګرانو په څېر وروپېژانده.
امریکا پر افغانستان له يرغل څخه د نورو زیاتو اهدافو تر څنګ دا هدف هم درلودلو چې له دغې ستراتيژيکې سيمې څخه به په چم او ګاونډ کې نورې سيمې کنټرول کړي او افغانستان به د دغو سيمو د کنټرول لپاره د يوې نظامي اډې په حيث کاروي او هغه د سړي جګړې حريفان به امریکا له دغې سیمې څخه ځپي.
د امريکا د خپلو دغه ډول اهدافو د تحقق لپاره د داعش ډله رامنځته کړه او له هره اړخه يې اکمالوله خو روسانو او نورو سيمه اييزو هېوادونود امریکا دغه ډول پلان ژر درک کړ د داعش مخنيوي ته يې پر وخت راودانګل، د څو کلونو په ترڅ کې يې له منځه يووړه.
د امريکا د دغه ډول اهدافو او افواهاتو پر وړاندې اوس د سيمې ټول هېوادونه نږدې شوي چې يو بلاک جوړ کړي او د هر هېواد حاکم رژيمونه وخت پر وخت يا هم له امريکا څخه له طالبانو سره د سولې د خبرو د بيا پيل غوښتنه کوي او يا هم وايي چې امریکا بايد په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي، ځکه چې افغان جګړه نظامي حل نه لري. او که درلودای يې نو په تېرو اتلسو کلونو کې امریکا د دې پر ځای چې بري ته ورسېږي او طالبان وځپي، بالعکس طالبان ورځ تر بلې سيمې تر لاسه کوي او پر امریکايي پوځيانو باندې ورځ تر بلې د محاصرې کړۍ راتنګوي. چې اوس دا دی امریکايان تر خپلو بېسونو پورې محدود دي.
دغه شان طالبانو په سیاسي ډګر کې هم امريکا وننګوله او د امريکا هغه نړيوال او د چل او دوکې سیاست يې ورته دړې وړې کړی او له نړيوالې رسوايۍ سره يې مخ کړه.
طالبان په دې قادر شول چې د سیمې هېوادونه د امريکا په خلاف ودروي چې د هغوی له جملې څخه روسيه، اېران، چين، پاکستان تاجکستان او نور دي چې اوس يې دامريکا په خلاف دريځ خپل کړی او تل وايي چې امريکا بايد په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي او افغان جګړه بايد دسولې له لارې ختمه کړي.
همدارنګه يادو شويو هېوادونو هر يوه جلا جلا ژمنه کړې چې په افغان سوله کې هر ډول قربانيو ته تيار دي. ځکه نو وايو چې د امريکا د نظامي حضور سيمه اييز مخالفتونه ورځ تر بلې ډېرېږي.



