ګورباچوف افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر ‘ميخایل ګورباچوف’ له امریکايي تلويزيون” سي. این.این” سره د افغانستان په اړه تازه څرګندونو کې ویلي چې په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو پاتې کېدل نړیوال او سيمه ایز امنیت ګواښي.

د نوموړي په خبره امریکایي سرتېري باید له دې هېواده ووځي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دوامداره حضور بدې پایلې لرلی شي.

د ګورباچوف په خبره امریکا باید په افغانستان کې له شویو تجربو زده کړي چې هلته یې پاتې کېدل څومره زیان لري. د نوموړي په وينا د امريکايي ځواکونو شتون د افغانستان په شمول سیمه ییزو هېوادونو ته هم ستونرې جوړوي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی، چې ګورباچوف له افغانستانه د امریکايی ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، بلکې څو څو ځله چين، روسيې او ايران هم ورته غوښتنې کړي دي او د امريکایی ځواکونو موجوديت یې سيمې لپاره خطرناک بللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button