د نوماندانو شورا د ملي مشارکت حکومت طرحه وړاندې کړه
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نن دوشنبه (ليندۍ ۱۱ مه نيټه) د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شورا په یوه خبري ناسته کې د ميزان د مياشتې دولسمشريزو ټاکنو د باطلېدو او د ملي مشارکت حکومت طرحه وړاندې کړه.
د يادې شورا په خبره د ټاکنو روانه پروسه ناکامه ده او د یو مؤثر نظام د رامنځته کېدو لپاره دې ژر تر ژره د ملي مشارکت حکومت جوړ شي. په طرحه کې راغلي چې د ټاکنو بحران ورځ تر بلې سختيږي او د حل لاره يوازې د ملي مشارکت حکومت جوړېدل دي، چې په کې په عادلانه ډول ټولو قومونو او لوریو ته ونډه ورکړل شي.
د يادې شورا غړی احمدولي مسعود په خبره:”تېرو دوه لسیزو کې د اکثریت ډیموکراسي ناکامه وه او اوس اړتیا ده چې د تفاهم دیموکراسي رامنځته شي، د اکثریت دیموکراسۍ کې قدرت انحصار شو، تبعیض او استبداد رامنځته شو او هېواد یې د سقوط په طرف روان کړ.” نوموړي ټینګار وکړچې اوسنۍ ټاکنې ملت ته د منلو نه دي او ټاکنیزو کمېسیونونو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د يادې شورا له لوري د ټاکنو د نه اعتبار خبره کيږي ، بلکې څو ځله وړاندې هم د همدې شورا ځینو غړو د مؤقت، انتقالي او سولې په نوم د حکومتونو جوړولو غوښتنه کړې وه.


















