فرانسه کې د ژغورونکي ډلې څرخي الوتکه غورځيدلې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د فرانسې په ختيځ کې د ژغورونکې ډلې يوه څرخي الوتکه راغورځیدلې چې درې تنه په کې وژل شوي.

په وروستیو کې د فرانسې په ختیځو سيمو کې سخت بارانونو نه وشول چې ګڼې سیمې يې له خطر سره مخامخ کړې.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د “مارسي” ښار ته نږدې یوه څرخي الوتکه د شپې د ماموریت پر مهال رالویدلې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده د الوتکې عمله په سیمه کې د کشف او ژغورنې پر ماموریت بوخته وه چې له هغوي سره يې د مخابرې اړیکې پرې شوه.

مربوطه مطالب

Back to top button