کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
کابل کې دملګرو ملتونو په موټر له برید وروسته یاد سازمان له کابل ادارې د خپلو کارکوونکو او دفترونو د امنیت د تامین غوښتنه کړې.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یاممتو له اشرف غني سره په لیدنه کې د خپلو دفترونو او کارکوونکو د امنیت په اړه اندېښنه شریکه کړې ده.
نوموړي له غني څخه غوښتي چې د دوی د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي او ددغه نړیوال ماموریت په بریالي ترسره کېدو کې همکاري وکړي.
غني امنیتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه موسسو د امنیت په تامین کې خپلې هڅې ډېرې کړې او ددوی اړتیاوې واوري.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې کابل کې ددغه سازمان پر موټر چاودنه وشوه او یو بهرنی کارکوونکی پکې ووژل شو له هغه وروسته دې سازمان خپلو کارکونکو او دفترونو ته له ورپیښو خطراتو اندیښنه وښوده.


















