ناټو: د مذاکراتو بریا لپاره باید طالبان ځینې شرطونه ومني

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د ناټو د سازمان ویاند پیرز کزالي په دوه ورځنۍ غونډه کې دځینې نورو مسائلو دحل تر څنګ ویلي، د دوی له هڅو یوه دا ده چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو مخنیوی وشي.
کزالي زیاته کړې، ناټو په افغانستان کې د سولې پروسې کلک ملاتړ کوي؛ خو مهمه دا ده چې طالبان په رېښتینې ژمنې سره د مزاکراتو مېز ته داځل حاضر شي.
د نوموړې په باور دا په دې مانا ده چې مصالحې ته حاضر شي او یو شمېر مسائل ومني، که چېرته داسې وشي نو د سولې توافق ته به ښه فرصتونه برابر شي.
ناټو دا خبرې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې جدي دي.
یو شمېر سرچینو بیا د طالب او امریکایي مرکچیانو تر منځ د غیر رسمي مذاکراتو خبر ورکړی دی، فکر کیږي چې داځل به دواړه خواوې د رسنیو له سکرین څخه په خفیه ډول روانه پروسه بشپړه او لاسلیک کړي.



