ايران: مظاهرو کې د وژل شويو شمېر له هغه کم دی چې رسنۍ يې اعلانوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ایران کې د قضایه قوې “ویاند غلام حسین اسماعیلي” ویلي، چې په ایران کې د وروستیو لارويونونو په وخت د وژل شویو کسانو شمېره کې په بېسارې ډول دروغ ویل شوي او ډېری هغه کسان چې دغربي رسنيو او بنسټونو له خوا مړه اعلان شوي وو ژوندي دي.
د “اسماعیلي” په وينا دوي دا نه وایي چې په وروستیو لاريونونو کې بيخي څوک نه دي وژل شوي خو په خبره یې شمېر یې هغومره ډير نه دی؛ څومره يې چې په اړه راپورونه ورکول کېږي.
ښاغلي اسماعيلي دغه راز ویلي، په دې لاریونونو کې ځيني کسان وژل شوي دي چې د دوی د معلوماتو له مخې هغوی هم د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله نه، بلکې د سابندۍ له امله مړه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو دڅار سازمان ویلي چې په ایران کې د اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ اوړي.



