ټاکنو کمېسيون: د ستونزو د هواري په موخه نوماندانو سره علني غونډه کوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ټاکنو کمیسیون وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې د شته خنډونو لرې کولو لپاره له ټولو ښکېلو لوریو سره علني ناسته کوي. د کمیسیون د ویاند علي افتخاري په خبره : “دوی به په دې ناسته کې یو ځل بیا د ټاکنیزو مسائلو ټول تخنیکي جزیات د نړیوالو ناظرینو په حضور کې د نوماندانو له ناظرینو او سیاسي احزابو سره شریک کړي”.
د نوموړي په خبره له دې لارې غواړي چې د څار نړيوالو او کورنيو بنسټونو او دغه راز ټولو نوماندانو ته وښیي چې کمیسیون هیڅ کار هم د قانون خلاف نه دی کړی. نوموړي ویلي، دوی دغه راز له ټولو نوماندانو څخه هیله لري چې د خنډونو جوړولو پر ځای دې له دوی سره همکاري وکړي، اجازه دې ورکړي چې په پاتې ولایتونو کې خپل کار پای ته ورسوي او څومره ژر چې امکان لري، د ټاکنو لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړي.
د يادونې وړ ده، چې ټاکنو کمیسیون په ۲۷ ولایتونو کې د ځينو محلونو د رايو د بیا شمېرنې او تفتیش کارونه بشپړ کړي؛ خو په اووه ولایتونو کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویان کمېسيون ته د بيا شمېرنې اجازه نه ورکوي او دا کړنه له قانون سره په ټکر کې بولي.


