پنټګان: یمن ته وړل کېدونکې ايراني ساخت وسلې يې نیولي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا دفاع وزارت ویلي، سمندري ځواکونو یې یوه بېړۍ نیولې چې د توغنديو پرمختللې پرزې پکې يمن ته وړل کېدې.
د پنټګان یوه چارواکي اې بي سي نيوز خبري اژانس ته ویلي، په ياده بېړۍ کې ځینې نورې پرمختللې وسلې هم نيول شوي دي، چې یمن ته ليږدول کېدې.
یمن کې سعودي ضد حوثي وسلوال فعال دي. سعودي تل تور لګولی چې ګواکې ايران د حوثي وسلوالو ملاتړ کوي.
دامريکا د دفاع وزارت د دغه چارواکي په خبره په دې بېړۍ کې له وچې اوبو ته او له اوبو څخه اوبو ته د توغول کېدونکو کروز توغندیو پرزې، د ټانک ضد توغندي، له ځمکې هوا ته توغندي هم شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا ددې ادعا په اړه ايران تر اوسه کوم، غبرګون نه دی ښودل، خو له وړاندې يې حوثي وسلوالو سره په نظامي برخه کې هر راز مرسته رد کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button