نړیوال بانک: طالبانو سره تر توافق وروسته افغانستان میلیاردونه ډالرو ته اړتیا لري

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
نړیوال بانک له یو تازه تحلیل او ارزونې وروسته خبر ورکړی چې افغانستان به له طالبانو سره تر توافق وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري.
دې بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان به د سولې تر تړون وروسته هم د خدمتونو د وړاندې کولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په کلني ډول له شپږ تر اته میلیارد ډالرو نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري.
د دې بانک د دفتر رییس هینري کرالي ویلي، د امنیتي وضعیت ښه والی، د سیاسي ثبات تامین او د ولایتونو ترمنځ په مصوونه توګه تګ راتګ به په یاد هېواد کې د خصوصي سکټور پانګونې او کاري زمینو ته لار پرانیزي خو د دې کارونو د تر سره کېدو لپاره به دا هېواد نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا ولري.
هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه به د افغانستان د اړتیا پوره کولو لپاره هڅه وکړي خو د وخت په تېرېدو به بېرته خپلې مرستې محدودي کړي.
نړیوال بانک داسې مهال افغانستان سره دمیلیاردونو ډالرو د مرستې اعلان کوي چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته به امریکایي او طالب لوری رسماً مذاکرات پیل، او یو تاریخي تړون لاسلیک کړي.



