تخار: د طالبانو بريد کې د ځانګړو ځواکونو ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې پر ځانګړو ځواکونو برید کړی، چې له امله یې ۱۲ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د ځانګړې قطعې عسکرو غوښتل، چې سیمه کې عملیاتو ترسره کړي، خو د طالبانو له سخت بريذ سره مخ شول، چې په پایله کې یې ۶ عسکر مړه، ۶ ټپیان شول او درې ټانګونه یې ویجاړ شول.
د تخار ځايي چارواکي مني چې بېګا شپه د بهارک ولسوالۍ اړوند پهلوان سیمه کې د دلتي عسکرو او طالبانو ترمنځ نښته شوې؛ خو نور د مرګ ژوبلې په اړه يې جزیات نه دي ورکړي.
د پادونې وړ ده چې همدا خاص ځواکونه دي چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې په هغو شپنيزو چاپو کې د امریکايي ځواکونو سره برخه اخلي، چې له امله يې سلګونه افغانان وژل شوي دي.



