ګرمې چای د ستونې د سرطان خطر ډېرولای شي

يوې تازه څېړني ښوودلې چي ډېري ګرمي چای څښل د ستوني د سرطان لامل کېدای شي.

د امريکا د سرطان د ناروغيو څېړونکو په دې وروستيو کي يوه څېړنه کړې چې ډېری ګرمې چای چې تر۷۰ درجې پوري حرارت ولري، څښل ئې د ستوني د سرطان سبب کېدای شي.

څېړونکي وايي، دا پخوا هم ثابته شوې وه، چي ډېري ګرمي چای څښل د ستوني د سرطان لامل کېدای شي، خو په دې هکله دقيقه څېړنه نه وه شوې، چي په څومره اندازه ګرم مشروبات ستونزه پېښوي او د ورځني مقدار په هکله ئې هم خبره نه وه شوې.

دا تازه څېړنه چي لس کاله ئې وخت نيولی د نتيجې لپاره ئې ۴۵ زره کسان ترڅېړني لاندي نيول شوي دي، ددغه کسانو عمرونه د ۴۰ څخه تر ۷۰ کلونو پوري وه.

د لسو کلونو په موده کي د يادو کسانو له ډلي پر ۳۱۷ کسانو د ستوني د سرطان نوې څپه راغلې وه.

څېړونکو مالومه کړې، هغه کسان چي د ورځي له شپږسوه ملي ليټر څخه زيات داسي ګرمي چای څښي چې د تودوخي درجه ئې تر۶۰ درجې ډېره وي د هغه کسانو په پرتله چي ګرمي چای نه څښي ۹۰٪ زيات د ستوني په سرطان اخته کېدای شي.

د څېړونکو ډلي مشر ډاکټر فارهاد اسلام وايي، ډېر کسان له زياتو ګرمو چايو، قهوې او يا نورو مشروباتو څخه خوند اخلي خو دا تاواني ده، ښه خبره داده چې چای او قهوه ډېره ګرمه ونه څښل شي.

نوموړی وايي، زه خپله چای د څښلو مخکي سړوم، کله کله يخي شيدې ورسره ګډوم چي د چايو حرارت راکم سي، دا ددې لپاره کوم چي د ستوني د سرطان مخنيوی وکړم.

په ۲۰۱۶ کي څېړنو ښودلې وه، د مشروباتو د حرارت درجه چي۶۵ درجې ته ورسېږي د سرطاني موادو نښي پکي پيدا کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button