امريکا: د سوریې له شمال څخه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر بشپړ شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د دفاع وزیر “مارک ایسپر” رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د سوریې له شمال څخه د امریکايي عسکرو د وتلو بهیر بشپړ شوی او تر دې وروسته به د سوریې په نورو سیمو کې ۶۰۰ سرتیري پاتې کېږي.

نوموړي په سوریه کې د پاتې امریکايي ځواکونو شمېر ۶۰۰ ښوولی؛ خو په خبره يې ښايي د ضرورت په وخت کې يې په شمير کې لوړوالی راوستل شي.

د يادونې وړ ده چې د امريکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ”د اکتوبر د میاشتې په پيل کې د سوریې له شمال ختیځو سیمو د خپلو ټولو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی و، چې په دې سره په امریکا کې دننه او بهر توند غبرګونونه راوپارېدل.

له سوريې د ځواکونو د اېستلو مخالفانو ویل چې د امریکايي پوځيانو په شاتګ سره ښايي داعش ډله بیا راپورته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button