برايان هوک: ښايي د ايران لاريونونو کې تر۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي وي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی برایان هوک وايي، ښايي د ایران په وروستیو لارينونو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي وي.

هغه نن پنجشنبه واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته وویل: موږ ته داسې راپورونه هم رسېدلي دي، چې په دې لاريونونو کې زرګونه کسان ټپيان شوي هم دي او لږ تر لږه اووه زره نور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

دغه امریکايي چارواکي دعوه وکړه چې داسې ماومات وررسېدلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په يوه ورځ د خوزستان په ‘ماشهر’ کې ممکن لږ تر لږه سل کسان په ډزو وژلي وي:

“کله چې ډزې ختمې شوې، رژیم مړي په لارۍ کې بار کړل، موږ لا هم نه پوهېږو چې دا مړي یې چېرته یووړل”.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې ايرانیو چارواکو د بښنې سازمان هغه راپور رد کړی و، چې پکې ویل شوي و، چې په دې مظاهرو مې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button