کابل ټکى کام (جمعه، ۱۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
امريكا وايي، په سيمه كې د ايران د چلند په اړه ژورو اندېښنو ته په كتو منځني ختيځ ته د زرګونو نورو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي.
راپور زیاتوي، د امریکا د دفاع وزارت د پاليسۍ چارو مرستيال جان راډ پرون كانګرېس ته ویلي، واشنګټن د ايران چلند په اندېښنې سره څاري.
نوموړي منځني ختيځ ته د تلونكو امريكايي سرتېرو كره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو په دې تړاو يې د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې راپور رد كړی دی.
دغې ورځپاڼې په دې وروستيو كې راپور وركړى و، چې پنټاګون يادې سيمې ته د شاوخوا ۱۴ زرو امريكايي سرتېرو پر لېږلو غور كوي.
دا اقدام وروسته ترهغه تر سره کیږي چې د امریکا او ایران کړکېچ پراخ، او غواړي یوځل بیا یاد هېواد تر سخت سیاسي او نظامي فشار لاندې راولي.


















