یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امریکا د طبیعي مرګ په درشل کې!!

محمود نشرونکی: محمود
دسمبر 6, 2019
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
215
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

څارنوال حشمت عبیدي

د قدرتونو د وېش له مخې د سړې جګړې له پای سره چې د  امریکا دفاع او د بهرنيو چارو پخواني وزیر (هنري کسینجر) او په یاد وزارت کې لوړ پوړي مامور فوکویاما چې د سیاسي علومو ماهر دی، دواړه د هغه نوي نړیوال نظام طراحان او وړاندوینه ویونکي وو چې له مخې یې د لیبرال دموکراسۍ د حاکميت په نوم په ټوله نړۍ کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته امریکا ته د يواځيني زبرځواک او د نړۍ په هیوادونو کې د لاسوهنو حق ورکولو طرحه وړاندې کړې وه چې ورسره د امریکا د وخت ولسمشر(زوی بوش) د جکسونیزم او ویلسونیزم سیاست نور هم ګړندی کړ

دا هم ولولئ

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

د جکسونيزم او ويلسونيزم تر نامه لاندې دوه هغه امريکايي سياستونه دي  چې لومړی يې د امریکا د ګټو لپاره په نړۍ کې د لاسوهنو او قدرت نیونو او دوهم يې د امریکا ارزښتونه په زور په نړیوالو منل غواړي.

اوس یو ځل بیا هنري کسینجر یوې امریکایي ورځپاڼي سره پداسې حالاتو کې په خپله تازه مرکه کې  له ډېرې مودې سکوت وروسته ویلي دي چې:

دریمه نړیواله جګړه به پيلیږي او دا جګړه به د اسرائيلو لپاره له ډار پرته د منخني ختیځ برخې ځپي او اووه عربي هیوادونه به اشغالیږي، چې له یوې خوا په فرانسه کې د یهودو پرخلاف کرکه زیاته شوې او د یهودانو په قبرونو د نازي واکمنۍ نښانونه لګول کیږي او له بلې خوا د ناټو په وروستۍ (دوه ورځې مخکينۍ) غونډه کې د ګڼو مشرانو او په ځانګړي ډول د مکرون ( فرانسې ولسمشر ) لخوا د ناټو په سیاست سختې نيوکې شوي؛ چې مرکزي ټکي يې د روسیې او چين پر خلاف د ناټو د پالیسيو عیاریدل او د ترکیې لخوا د داعش پر ځای د کردانو پرخلاف جګړې ته شين څراغ ښودل دي.

او هم  د اسلامي نړۍ مطرح هيوادونه (ترکيه، مالیزيا، اندونيزیا، قطر او پاکستان) د يو نوي اسلامي ځواک او بلاک تشکیلولو لپاره سره همغږي ښودلې چې په قطر کې د خالد بن ولید په نوم ستره هوايي اډه جوړېدل او هم د یونان او قبرس د ګټو خلاف د اردوغان لخوا د لیبیا د وفاقي حکومت له مشر فایز سراج سره په نږدې اوبو کې د نوو پلټنو هوکړه شوې ده او هم امریکا د سیمې دوه سترو ځواکونو ( روسيې او چين ) لخوا ګواښل کیږي، لکه چې تېره ورځ هم د شوروي وروستني ولسمشر ګورباچوف  په افغانستان کې د امریکايي قواوو بقاء نوره د نړیوال امنيت لپاره ګواښ وګاڼه او ایران سره د برجام تړون کې د امریکا ماتې چې نورهیوادونه ورسره ډېر همغږي نه ښکاري، دا ټول هغه لاملونه دي چې هنري کسینجر يې بيا میدان ته راووېست، څو د امریکا پاشل کېدل او یا کم تر کمه له زبرځواک قوت څخه ستر ځواک ته د کښته کېدو او یا د نړۍ د يو قطبي کېدو څخه د څو قطبي کېدو په لوري تګ څخه وساتي، هغه څه چې د امریکا د طبیعي مرګ پيلامه به وي.

کسینجر د فرانسې او نورو اروپايي قوتونو لکه برتانيه او المان د سیاستونو د غندلو پرخای د دریمې نړیوالې جګړې موخه د ایران ختمول او د عربي هیوادونو د یهودو په لاس د اشغالولو خبره ځکه کړېده چې په ناټو کې د غړو ۲۷ هيوادونو له جملې څخه ۲۲ هيوادونو د قدس په اړه د ملګرو ملتونو د کميټې د هغې پریکړې چې د یهودي آبادکاریو خلاف او د فلسطینیانو په حق کې پرېکړه او ملاتړ کړی دی. نو ځکه اوس کسینجر د خپل نړیوال نظام د ساتنې په خرافاتو ویلو او فال نیولو پیل کړی دی.

نو ويلای شو چې کسينجر اوس دامریکا لپاره داسې خبرې کوي، تر څو امريکا د طبيعي وېش له ګواښه وژغوري او يا يې د امریکا پخوانی حيثيت وساتي.

لوی ټکي: اسلامي ځواکامريايي سياستکسينجرمنځنی ختيځيهودان
مخکینې مطلب

برايان هوک: ښايي د ايران لاريونونو کې تر۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي وي

بل مطلب

هند د افغانستان په ګډون دپاکستان او بنګلدیش هندوانو ته تابعیت ورکوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
خبرونه

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com