سرور دانش: حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پاتې راغلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ګډ حکومت د مشر اشرف غني دوهم مرستیال ‘سرور دانش’ وایي، چې که څه هم له فساد سره د مبارزې برخه کې افغان حکومت خپلې هڅې زیاتې کړي دي خو په وینا یې، په دې برخه کې خپل ټاکلي هدف ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي چې نن يې په کابل کې د فساد پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، زياته کړه چې د اطلاعاتو قانون ته لاس رسی، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون او د حکومت لخوا د حساب ورکولو بهیر رامنځته کول، له مدني ټولنو څخه ملاتړ د حکومت له لاسته راوړنو څخه دي؛ خو نوموړي ومنله چې حکومت له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې خپل ټاکلي هدف رسېدلو کې ناکام شوی دی.
د یادونې ده چې نن افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) هم له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت هڅې کمې بللې وې او په حکومت یې انتقاد کړی و، چې لا تر اوسه يې هغه کسان نه دي نیولي چې د فساد په لویو قضيو کې ککړ دي.



