واشنګټن پوسټ: امریکایي حکومتونو دافغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي دي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۸ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
وتلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یو شمېر پخوانیو محرمو اسنادو په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي دي.
د بي بي سي د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼه وایي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.
یاده ورځپاڼه وایي، د امریکا جګپوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي.
دا اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د اروزنې لپاره ترسره شوې وه.
دې راپورونو د رسنیو بازار ګرم کړی دی. امریکایانو د بوش، اوباما او ټرمپ حکومتونه ولس سره په دښمنۍ تورن کړي او غوښتنه یې کړې چې د افغان جګړې ریښتیني جزیات باید روښانه/رسنیز شي.



