د زيړوک ولسوالۍ اوسيدونکي: له یو ښوونځي پوځي مرکز جوړ دی، پاتې نور په بد حالت کې  دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۹، سه شنبه)

د پکتيکا اوسيدونکي وايي، که څه هم د دغه ولايت په ټولو سيمو کې د پوهنې وضعيت ښه نه دی خو زياتوي د زيړوک یوازينۍ ولسوالۍ ده چې د ښوونې او روزنې چارې پکې له بد حالت سره مخ دي.

د زيړوک ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې په ټوله ولسوالۍ کې اووه ښوونځي لري چې ودانۍ يې له ډير بد حالت سره مخ دي او دغه راز يو ښوونځی د ملي اردو عسکرو له خوا د پوځي مرکز په توګه کارول کيږي.

د ځايي اوسيدونکو په وينا، په پاتې شپږو ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو، تدريسي توکو، کتابونو او نورو امکاناتو نه شتون له کبله د پوهنې بهير له مشکلاتو سره مخ دی.

د يادې ولسوالۍ اوسيدونکو له حکومت او طالبانو غوښتي چې دوی سره د پوهنې سستم په برابرولو کې مرسته وکړي تر څو کوچنيان يې پر خپل وخت او په معيار برابر تعليم وکړي.

تير کال د افغانستان د پوهنې وزارت ويلي و  چې په ټول هیواد کې ۶۷ ښوونځي د پوځي مرکزونو په توګه کارېږي، چې له څلورو وسلوال طالبان او ۶۳ نورو افغان ځواکونه کار اخلي.

که څه هم په وروستيو کې د پوهنې وزارت په فشار له ځينو ښوونځيو دولتي ځواکونه وتلي خو لا هم ګڼ شمير ښوونځي د پوځي مرکزونو په توګه کاريږي.

د بيلابيلو ولايتونو کې خلک وايي، کله چي حکومتي ځواکونه د دوی تر ولکۍ لاندې سیمو کي عملیات پیلوي نو سیمه کې ښوونځي، روغتیایې او نور تعلیمي مرکزونه د مورچل په توګه کاروي.

مربوطه مطالب

Back to top button