(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۹، سه شنبه)
د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون وايي، هغه اقدامات چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت ښه کولو لپاره شوي د قناعت وړ نه دي.
د دغه کمېسیون مسؤولين وايي، لا هم په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې کي او دغه هېواد کې د بشري حقونو د نقض بهير نه دی دريدلی.
د بشري حقونو کمېسیون کمېشنر او وياند شکرالله مشکور وايي، سره له دې چې د تيرو کلونو په پرتله د بشري حقونو وضعيت کې پرمختګ شوی او ځينې مهم قوانين د بشري حقونو په ملاتړ تصويب شوي خو زياتوي لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې شته.
د مشکور په وينا، جګړې، نا امنۍ بېوزلي، قاچاق، اداري فساد او د قانون د حاکمیت کمزروتيا د بشري حقونو د نقضولو اصلي لاملونه دي.


















