د زراعت برخې کې د نوي پرمختګونو تر ډیره وخته شروع دي تر اوسه پورې ډیر داسې شاقه کارونه چې پخوا بزګرانو په ورځو ورځو کول خو اوس هغه کارونه ماشینونه به څو ساعتونو کې کوي د زراعت برخه کې دا پرمختګ تر دې حده راورسید چې ځینې میوې او سبزيانې چې پخوا پخوالي ته رسیدلي نو ډیر وخت اخیستلو خو اوس د ځینو کیماوي موادو ،بريښنا او پیوندکاري دا هر څه ډیر کم وخت ته راوستلي او ځینې خو په یو کال کې څو فصله ورکوي.
امریکا کې هم د پیوندکارئ له امله چې د مڼو له دوه قسمونو څخه اخیستل شوی داسې مڼې ورکوي چې تر یو کال پورې تر او تازه وي او خرابیږي نه، دغو مڼو د پیوندکارئ پوره شل کاله وخت اخیستلائ ده چې اوس به بازار ته راوځي.
دغو مڼو پیوند ددوه قسمه نورو مڼو له ونو چې کرسپ او انټرپرائیز نومیږي یو ځاې شوي دي نو ځکه دې مڼو ته کاسمک کرسپ په نوم یادیږي.
دغو مڼو نوی قسم په ۱۹۹۷ م کې د واشنګټن سټیټ یونیورسټي لخوا ایښودل شوی وه چې تر اوسه پورې په دې باندې لس میلونه امریکايي ډالر مصرف راغلی.
امریکا کې ددغې مڼې ۱۲ میلونه ونې ایښودل شوي دي چې اوس يې ښه حاصل ورکړي ده او راتلونکې یکشنبه چې ۱۵ ډسمبر سره برابره ده بازار ته خرڅلاو لپاره وړاندې کیږي.


















