کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان سوله د امریکا لپاره لومړیتوب دی او هیله لري چې روانې خبرې ژر مثبتې پایلې ولري.
د ویلز په وینا د سیمې هېوادونه هم باید په ګډه د افغانستان په ثبات او سوله کې همکاري وکړي، ځکه چې افغان سوله دټولې سیمې دامنیت په مانا ده.
ویلز وایي امریکا په افغانستان کې له خپلو شریکانو او ټولو سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په له منځه وړلو کې هېڅ راز همکاري و نه سپموي.
نوموړې دا هم ویلي چې امریکا د نړیوال بانک د یوه ستر مرستندوی هېواد په توګه هڅه کوي چې په افغانستان کې مهمې او بنسټیزې پروژې پر مخ لاړې شي او ددغه بانک له لارې یې مرستې دوام لري.
په قطر کې دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ له څلورو ورځو راهیسې لسم پړاو خبرې پیل شوي دي، دواړه لوري دمثبتو لاسته راوړنو خبره کوي، دوی وایي، هیله لري چې ژر تر ژره توفقنامه لاسلیک شي.


















