سعودي: ښځې او نارينه کولی شي هوټلونو ته له يوې لارې داخل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د سعودي حکومت د يو نوي اقدام په اساس هغه قانون لغوه کړی، چې هوټلونو ته د داخلېدو پرمهال ښځو او سړيو ته یوې لارې دکارولو اجازه نه وه. د نوي فرمان له مخې اوس ښځې او سړي کولی شي، په يوه لاره هوټل ته داخل شي.

د سعودي شاهي نظام چې له پيله یې ديني رنګ لاره او ډېرې پرېکړې يې د مذهب په چوکاټ کې دننه کولې، خو د عبدالله له مرګ وروسته، چې سلمان بن عبدالعزيز پاچا شوی، ډېر واک يې له ځوان وليعهد محمد بن سلمان سره دی.

محمد بن سلمان، چې مذهبي پابنديو ته ډېر متعهد نه دی، له تېرو څو کلونو را په دېخوا د نوموړي له لوري سعودي کې د مذهب خلاف ازادۍ مخ پر زياتېدو دي، چې دده د دې کړنې په مقابل کې د ولاړو ديني علماوو بنديزونه زیات شوي دي.

په تېرو درې کلونو کې د سعودي د نوي حکومت له خوا په دې برخه کې ځینې بدلونونه رامنځته شوي دي، په دغو بدلونو کې ښځو ته د موسيقي په کنسټرونو او همدارنګه د لوبو سياليو کې د نندارې اجازه، له محرم پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر، د سينما او قمار خونو اجازه، ښځو ته د موټر چلولو اجازې او ورته نورې ازادۍ شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button