ډاکټر یوسف اکبري
چینايي کمونستانو په میلیونونو د ایغور (شرقي ترکستان) مسلمانان بندیان کړي دي او په زندانونو او کمپونو کې يې شکنجه کوي، دوی مجبوروي چې خپل دین او قوم ته ښکنځل وکړي.
یو کال مخکې ملګرو ملتونو ادعا کوله چې یو میلیون خلک په کمپونو کې بندیان دي، مګر دغه شمېره زیاته شوه، اوس درې نیم میلیونه ایغوري مسلمانان په کمپونو کې بندیان دي.
ښایي تاسې به پدې نه پوهېږئ چې دا ټول په هغه اشغال شوي قوم باندې کیږي چې د ختیځ ترکستان په سيمه کې اوسېږي، چینایانو ددې ځای نوم د سینګیانګ په نوم بدل کړ.
په حقیقت کې د سینګیانګ معنا نوې مېنه ده، چین د ختیځ ترکستان خلکو ته د اقلیت خطاب کوي، سره ددې چې دوی د زرګونو کلونو راهیسې د دې خاورې اصلي اوسېدونکي دي.
په ۱۹۴۹ کې د دې ځمکې تر نیولو وروسته، چین کوښښ کوي چې دغه قوم له منځه یوسي، چین دوی ته د اقلیت په ویلو سره غواړي دوی ختم کړي، ځکه چې د زیات وخت لپاره دغه قوم د خپلې سیمې اکثریت جوړاوه.
زیات خلک دې کار ته فرهنګي قتل عام وایي او دا یو لوی ظلم ګڼي.
چین د ختیځ ترکستان تاریخ له منځه یووړ، دوی یې بندیان کړل ، د دوی ژبه فرهنګ او مشران یې ورته له منځه یووړل، چینایانو د دوی مسجدونه، کورونه او حتی هدیرې ونړولې او بیا د دوی د موزیمونو او پارکونو لور ته راتاو شول.
چې دا ټول د فرهنګي قتل عام څخه هم زیات ظلم دی، هلته ښکاره شواهد شته چې په فزیکي ډول سزاګانې هم لیدل شوي دي. دلته د مرګونو بې شماره راپورونه شته ، تر هغه وخته پورې چې بندیان ژوندي وي، شکنجې ورکوي، شنډوي یې او د بدن غړي ورڅخه پرې کوي.
په خلکو باندې نامعلومه مخدره مواد خوړل کیږي چې د حافظې خرابولو او عصبي مشکلاتو سبب کیږي، په ښځو جنسي تېري کیږي.
ماشومان په زوره له والدینو څخه جلا کوي، یتیم خانو ته یې لیږي او مجبوروي یې چې چینایان شي، د دې لپاره یې بیا چینایي کورنیو ته ورسپاري تر څو یې په فرزندۍ ونیسي.
بیا دوی په ریل کې له خپل اصلي هستوګنځي نورو سیمو ته لیږدول کېږي چې بیا هیڅکله دلته نه لیدل کیږي.
مهری ګل ترسیون چې د چين لخوا بندي شوې وه او وروسته له زندان را خلاصه شوه، نوموړې د چين په زندان کې درې مياشتې بندي وه، د هغه زندان په اړه وایي چې اته شپېته مېرمنې پکې بندیانې وې: او نهه یې د زیاتو شکنجو له امله وفات شوې
اوس تاسو فکر وکړئ چې څومره نور خلک به مړه کیږي، پداسې حال کې چې هلته درې نیم میلیونه ترکستانيان په کمپونو او زندانونو کې بندیان دي
دا نو بیا د فرهنګي قتل عام تر څنګ د انسانانو قتل عام هم دی
مخکې له دې چې اوبه نورې هم له ورخه تېرې شي، نړیواله ټولنه باید دې ته جسمي قتل عام ووایي، ځکه چې فرهنګي قتل عام په نړیوال قانون کې ندی مشخص شوی او تاریخ مونږ ته دا راښایي چې کله ټول خلک قتل او بشپړ تاوتريخوالی رامنځ ته شي او وخت له وخته تېر وي، مونږ بیا اقدام کوو.
الله پاک دې د نړۍ په ټولو مسلمانانو ورحمیږي!