لغمان: خونړۍ ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

د راپورونو له مخې نن مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې د کابل جلال آباد په لويه لار د لغمان ولايت اړوند “مشالې کمر” سيمه کې يو فلاينکوچ او ټېلر موټر ټکر کړی، چې په پايله کې يې د يوې ميرمنې او يو ماشوم په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي دغه پېښه د موټر چلونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده چې افغانستان له هغو هيوادونو يو دی چې ډيرې ترافيکي پيښې په کې رامنځته کيږي چې تر ډيره يې علت دموټر چلونکو بې احتياطي او د لارو خرابي په ګوته شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button